سیمه ییز خبرونه

سرتاج عزیز: په افغانستان کی سوله شونی ده خو نرم سیاست ته اړتیا لری

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاکستان د لومړې وزیر سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له حکومته غواړې، چي د سولې د بهیر د پېل لپاره  له وسله والو  طالبانو سره  له نرمښته کار واخلي.

پاکستان په افغانستان کی له اورپکو په ملاتړ تورن دی وېل کېږي، چی د کوټې شورا، د پېښور شورا، د حقانی شبکه پکې فعالیت کوی، خو پاکستانی چارواکو تل د تروریزم پړه پر افغانستان اچولی ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د نړیوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایی: په افغانستان کی سوله شونی ده خو نرم سیاست ته اړتیا لری.

طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خپل زور ښودلی دی، خو د پاکستان ارزونه ښیی، چی له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته هم طالبان نشی کولای په دغه هېواد بشپړه واکمني ولري.

د ویلو وړ ده، چی په دغه هېواد کی سولې ته ډېرې لارې شته، خو د افغانستان حکومت باید د سولی په خبروکی له نرمښت کار واخلی.

د سولی شورا د سرتاج عزیز دغه څرګندونې له واقعیت څخه لرې بولي او وایی: پاکستان باید د کابل او طالبانو ترمنځ د سولی په خبروکی له نرمښت څخه کار واخلی.

په بهرنیو چارو وزارت کی یو شمېر افغان ډیپلوماتانو همداراز د ملاعبدالغنی برادر له برخلیک څخه په تاسف وویل، پاکستان باید د ملا برادر د برخلیک په اړه معلومات ورکړي.

Trending

Exit mobile version