لوبی

سرخ‌پوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو

د هرات دې لوبډلې په ۱۸ لوبو کې ۱۶ بریاوې او دوه مساوي پایلې خپلې کړې؛ ۵۰ امتیازونه یې ترلاسه کړل او د ۵۲ ګولونو پر وهلو او یوازې د ۱۳ ګولونو پر منلو یې د ۱۰ لوبډلو په لښتیلیک(جدول ) کې لومړی ځای خپل کړ.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۶, ۱۴۰۵

 

د سرخ‌پوشان خوافي فوټبال لوبډلې د یوې ځلانده او له ماتې پرته سیالۍ پر پای ته رسولو، د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو اتلولي وګټله او د دې سیالیو د اتلولي جام یې خپل کړ.

د هرات دې لوبډلې په ۱۸ لوبو کې ۱۶ بریاوې او دوه مساوي پایلې خپلې کړې؛ ۵۰ امتیازونه یې ترلاسه کړل او د ۵۲ ګولونو پر وهلو او یوازې د ۱۳ ګولونو پر منلو یې د ۱۰ لوبډلو په لښتیلیک(جدول ) کې لومړی ځای خپل کړ.

سرخ‌پوشان خوافي د سیالیو له پیله خپل ځواک وښود او په لومړیو نهه لوبو کې یې پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې او د لښتیلیک په سر کې یې خپل ځای ټینګ کړ.

د دې لوبډلې اتلولي د نومبر پر یوولسمه خراسان فاریاب ته د ۷ پر صفر پر لوړه پایله له ماتې ورکولو وروسته یقیني شوه. دغې لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې هم عمر زواک ته د ۷ پر ۴ په پایله کې ماتې ورکړه.

ابومسلم فراه د ۴۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو دوه‌یم او طوفان هرات د ۳۲ امتیازونو پر ترلاسه کولو درېیم ځای خپل کړ.

آریانا خوست؛ د سیالیو د وروستۍ لوبې ګټونکې

د سیالیو په نوییمه او وروستۍ لوبه کې، چې د دوشنبې پر ورځ( د لړم پنځه‌ویشتمه / د نومبر پر شپاړلسمه ) د افغانستان فوټبال فډراسیون د کابل په لوبغالي کې ترسره شوه؛ آریانا خوست لوبډلې عینو مېنې ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړه.

له دې لوبې وروسته د پای مراسم او د اتلولۍ جام د سپارلو لړۍ ترسره شوه او د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو رسمي پای ته ورسېد.

د دې پړاو سیالۍ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۱۰ لوبډلو پر ګډون او د ۹۰ لوبو پر ترسره کېدا له دوه میاشتو ډېرې روانې وې.

د آریانا راډیو ټلویزیون هم د دې سیالیو ټولې لوبې په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرې کړې، چې د هېواد د فوټبال مینه‌وال د سیالیو له بهیر څخه پوره خبر پاتې شي.

Trending

Exit mobile version