نړۍ

سردار بیردي محمدوف د ترکمنستان د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

Published

on

رویټرز څرګنده کړې؛ د ترکمنستان د اوسنی ولسمشر زوی سردار بیردی محمدوف د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو.

د ترکمنستان د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو کې نن (سې شنبه د کب ۲۴) سردار بیردي محمدوف د ۷۲،۹۷ سلنه رایو پر خپلولو بریالی وپېژندل شو.

په ترکمنستان کې د مارچ د میاشتې پر دولسمه نېټه په ولسمشریزو ټاکنو کې له درې میلیون او ۳۶۲ زرو ډېرو کسانو برخه واخیسته.

د ترکمنستان د ټاکنو کمیسیون ويلي، د ولسمشرۍ له نهو نوماندانو څخه ۸ یې د ۱ اعشاریه صفر اته، او ۲ اعشاریه ۲۲ سلنې ترمنځ رایې ګټلي دي.

د ترکمنستان اوسني ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له ۲۰۰۷ زېږدیز کال راپدیخوا واکمني کړې او په دې وروستیو کې یې ویلي وه، چې غواړي نوي نسل یې ځای ونیسي.

Trending

Exit mobile version