تازه خبرونه

سردار محمد داوود خان له نن څخه دوه څلوېښت کاله پخوا شاهي نظام رانسکور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سردار محمد داوود خان له نن څخه دوه څلوېښت کاله پخوا د خپل د تره زوی ظاهرشاه، شاهي نظام رانسکور کړ او د جمهوریت بنسټ یې کېښود.

ځيني کارپوهان وايي چې د سردار محمد داوودخان کودتا په افغانستان کې دموکراسۍ ته لاره هواره کړه، خو ځينو نور بیا وايي د سردار محمد داوودخان کودتا پاڅونونو او نا ارامیو ته لاره پرانیسته.

د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ ویشتمه د سردار محمد داوودخان سپینې کودتا د محمد ظاهر شاه څلوېښت کلنې پادشاهۍ ته د پای ټکی کېښود. ویل کیږي، د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کلونو کې سیاسي او ټولنیزو مسایلو، په سلطنتي کورنۍ کې د ننه اختلافات او له صحنې څخه د داوودخان لرې ساتلو، داوودخان ته موکه په لاس ورکړه چې د خپل تره زوی له تخت څخه لرې کړي او په ضد یې کودتا وکړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې ريیس عبدالحمید مبارز وايي چې د سردار محمد داوود خان د حکومت په لومړیو کې د نیمروز والي و، وايي چې داوودخان د اساسي قانون په ځنډولو سره د خلکو اساسي ازادي سلب کړه:

کله چې سردار محمد داود خان کودتا وکړه او اساسي قانون یې وځنډاوه. بنسټيزه ازادي چې د ګوندونو ازادي او د ولسواکي په لیسزه کې د بیان ازادي یې له منځه یوړې؛ نو له همدې امله د سردار محمد داود په جمهوریت کې ولسواکي نه شوای کولای هغه خپل سیاسي ثبات او ټینګښت ولري او د چنګاښ له شپږ ویشتمې وروسته یې خپل ثبات له لاسه ورکړ.

یو شمیر نور چې هغه ورځې یې په یاد دي وايي چې یو شمیر خلکو د داوود خان له رژیم څخه ملاتړ وکړ او د پرمختګ او ترقۍ لپاره یې ښه زمینه وبلله، خو د دغو کسانو په باور په شوروي د داوودخان زیاته تکیه د هغه له لویو تیروتنو څخه وه.

لیکوال – استاد حبیب الله رفیع:

په شوروي باندې د داود باور کول دا یوه لویه اشتباه وه؛ خو وروسته چې ده غوښتل د شوروي له سلطې ځان وباسي نو وخت تېر شوی و. نو له همدې امله له وطن سره د داودخان مینه او اشتباهات یې هغه څه و چې د د ه نظام یې له ناکامۍ سره مخ کړ.

داوودخان له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته د ۱۳۵۷ کال د غويي په اوومه د خپلې کورنۍ له یو شمیر غړو سره د یوې بلې کودتا په ترڅ کې په ارګ کې ووژل شو.

د داوود خان او د هغه د کورنۍ د غړو جسدونه اووه کاله پخوا په پلچرخي کې وموندل شول او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د تاجبیک په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

.

 

Trending

Exit mobile version