1393ټاكنې
سردار محمد نادر نعيم د زلمي رسول له ټېم څخه ملاتړ اعلام كړ
د ولسمشرۍ كانديد سردار محمد نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه له خپلې كانديداتوري څخه تېر شو. دى وايي، دا پرېكړه يي د خلكو د جرګو او غوښتنو له مخې د ملي يووالي د ټينګښت او پياوړتيا لپاره كړې ده.
د ټاكنيزو كمپاينونو په موده كې د ولسمشرۍ يوه بل كانديد سردار محمد نادر نعيم هم د زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال او برابرۍ له ټېم څخه ملاتړ وكړ.
ښاغلى نعيم وايي، ځكه د زلمي رسول په گټه تېر شو، چې د خلكو د استازو د جرګې غوښتنه همدا وه او دا كار يي د ملي يووالي د پياوړتيا او برياليتوب لپاره كړې ده.
بلخوا زلمى رسول وايي، د سردار محمد نادر نعيم دا پرېكړه به دوی بري ته يو بل ګام هم ور نږدې كړي. هغه له نورو كانديدانو هم وغوښتل، چې له ده سره يو ځاى شي.
دا د ولسمشرۍ دويم كانديد دى، چې د زلمي رسول په ګټه له خپلې كانديداتورۍ انصراف كوي.
له دې مخكې عبدالقيوم كرزي هم ورته پرېكړه كړې وه او د ولسمشرۍ بل كانديد عبدالرحيم وردګ هم له خپلې كانديداتورۍ څخه تېر شوى دى.