تازه خبرونه

سره صلیب له افغانستان سره د مرستې لپاره د چین پر پیاوړیو اړیکو ټینګار وکړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۰)

د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خواړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا د افغانستان لپاره د بېړنیو مرستو پر ترسره کولو تینګار څرګند کړ.

د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا او بېوزلۍ د پراختیا په اړه له خبرداریو سره سم د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو ځل بیا له افغانستان سره په بېړه د مالي مرستو غوښتنه وکړه.

دې کمېټې ویلي؛ په کار ده، چې ټولې سرچینې له افغانستان سره د مرستې لپاره د اوسني انساني ناورین د مخنیوي په خاطر وکارول شي.

 د سره صلیب نړیوالې کمېټې څرګنده کړې، چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره له چین سره په ځانګړي توګه د روغتیا په برخه کې پیاوړیو اړیکو ته اړتیا ده.

د ختیځې آسیا لپاره د سیمه ییز پلاوي مشر پیرکراهنبول وایي: مونږ به د هېوادونو ملاتړ تنظیم کړو او په دې لار کې له چین سره نږدې کیږو او دا مونږ ته یو لومړیتوب دی. اوس هم د چین له بهرنیو چارو وزارت سره خبرې روالنې ساتو او هیله من یوو، چې د همکاریو لارې پرانیستې وي.

 بلخوا ملګري ملتونه وایي، چې نړیوالې ټولنې او طالبانو په دې اړه خبرې اترې پیل کړي، چې څه ډول کیدای شي د افغانستان له بانکي او مالي سیسټم ملاتړ وشي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام غړی کاني ویګناراجا وایي: که وکړای شو، چې پوره نغدې پیسې په بانکي سیسټم کې ور ډېرې کړو، د وړو خصوصي، منځنیو او سترو شرکتونو د فعالیت لیدونکي به شوو. د همدې دلیل له مخې مونږ وړاندیز وکړ، چې د بانکي بیمو طرحه په سوداګریزو بانکونو کې فعاله کړو؛ ځکه، چې اعتباري ضمانتونه د وړو شرکتونو لپاره د ارزښت وړ دي. که خصوصي برخه بېرته فعاله نشي سیسټم ته به بیا ځلي نغدې پیسې ونه رسول شي. دا مهال شاوخوا پنځوس سلنه پور د بانکي سیسټم د اجرا وړ دی، چې لوړ حد دی او فکر پرې وکړئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بانکي نظام د سقوط په اړه د ملګرو ملتونو خبرداري ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا غواړي، چې د افغانستان بانکي سیسټم ته نغدې پیسې ورسوي شي.

هغه وایي؛  پرته له دې، چې اسلامي امارت ترې ګته واخلي؛ د افغانستان بانکي سیسټم ته د نغدي پیسو پر رسولو تینګار کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي؛ امریکا له نورو هېوادونو سره په  دوه اړخیزه او څو اړخیزه توګه همکاري کوي، چې د افغانستان خلک وکړای شي له نړیوال ملاتړه په داسې طریقې ګټه واخلي، چې دا مرستې د طالبانو خزانې ته ولاړې نشي.

د دې تر څنګ د خواړو نړیوال پروګرام دوه ویشت میلیون اړمنو افغانانو ته د مرستو په چمتو کولو ټینګار کوي او وایي، چې د افغانستان د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره به د افغانستان ګوټ ګوټ ته مرستې ورسوي.

Trending

Exit mobile version