تازه خبرونه
سره صلیب په افغانستان کې د هڅو پر غزولو ټینګار څرګند کړ
د سره صلیب نړیواله کمېټه، چې له اتیا کلونو را پدیخوا خلکو ته په بېړنیو حالاتو کې مرستې رسوي، له سرې میاشتې ټولنې سره خپله همکاري د درې نورو کلونو لپاره وغزوله.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، تل یې هڅه کړې، چې د افغانستان خلکو ته په بېړنیو حالاتو کې مرسته ورسوي.
په وروستیو کلونو کې له روانو جګړو لسګونه زره ملکي او پوځي وګړیو ته بې سارې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د روانې جګړې له ډګرونو دوه زره مړي را ټول کړي دي.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سکرترجنرالې نیلاب مبارز ویلي: په ۲۰۲۰ کال کې مو د ښکېلو لوریو ۱۶۹۳ مړي د جګړو له ډګرونو راټول کړي دي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه پرته له دې، چې د وسلوالو مخالفانو او دولت تر منځ توپیر وکړي، د مرستو رسولو بهیر مخته وړي.
د سره صلیب کمېټې د نورو درې کلونو لپاره له سرې میاشتې ټولنې سره خپله همکاري وغزوله.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشتې ټولنې مشر استازي پییر کریمر څرګندوي؛
دوامداره زیانونو او اړتیاوو ته په کتو د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د همکارانو غوښتنه ده، چې په ټول افغانستان کې له خپلو اصولي فعالیتونو ملاتړ وکړو، ډله ییزې مرستې او اغېزې یې لوړې کړو.
په افغانستان کې د آی سي آر سي د مشر استازي خوان پدرو ویلي: زمونږ مرستې د افغانستان ګوټ ګوټ او ټولو خلکو ته دي؛ څه په جنګي سیمو او هغو ساحو کې، چې د حکومت تر ولکې لاندې دي. زمونږ موخه د مرستو رسول دي او مونږ تل هڅه کړې، چې زیانمنونکیو ته په بېړنیو حالاتو کې مرسته ورسوو. همدې لپاره مو وغوښتل، چې خپلې مرستې د افغانستان له سرې میاشتې ټولنې سره د درې نورو کلونو لپاره وغزوو.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون له ۱۹۹۰ میلادي کال راپدیخوا په افغانستان کې حضور لري او د سرې میاشتې ټولنې له بشري هڅو ملاتړ کوي.