تازه خبرونه

سرور دانش د سولې لپاره پر سیاسي نظام او اساسي قانون ټینګار څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: وری ۱۶, ۱۴۰۰

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۵) د لویې څارنوالۍ د نوي چارسمبالي د پېژندلو په مراسمو کې څرګنده کړې، چې د اساسي قانون خوندي کول او له وخت مخکې ټاکنو ترسره کول سولې ته  د رسیدو لپاره د افغان حکومت ځانګړې تګلاره ده.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش: د سولې او جګړې پر وخت ټاکنې د وخت اړتیا ده. د سیاسي نظام د غځولو لپاره مونږ سولې ته چمتو یو، چې په هر ډول شرایطو کې د نړیوالې ټولنې تر چتر لاندې ټاکنې ترسره کړو.

د افغان سولې لپاره د ترکیې په استانبول کې جوړیدونکې غونډې ته د افغانانو هیلې ډېرې دي؛ خو  د خبرو د ناکامۍ وېره هم شته.

د ولسمشر دوه یم مرستیال ويلي، چې سولې ته د رسیدو اصلي عنصر ټاکني دي؛ خو که سوله ونشي، سخته جګړه به ونښلي.

سرور دانش وایي:  

د لویې څارنوالۍ چارسمبالي ذبیح الله کلیم ویلي: د خپلو ۱۰۰ لومړیو کاري ورځو په بهیر کې به په لویې څارنوالۍ کې د نیمګړ تیاوو پر مخنیوی کار وکړم. دغه راز د ځمکو له غاصبینو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او په دې بنسټ کې کورني او بهرني بدلونونه رامنځته کول مې لومړتوبونه دي.   

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي څه وخت مخکې له دندې ګوښه شوی دی.

Trending

Exit mobile version