لوبی

سريلانکا د ماتې له خطره بچ او د اسيا غوره سياليو بل پړاو ته دننه شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۲)

 

د سې شنبې پر ورځ دفاعي اتلې سريلانکا افغانستان ته په يوه زړه‌راکښونکې لوبه کې پر دوه منډو ماتې ورکړه او د اسيا کپ سياليو بل پړاو ته یې لار وموندله.

د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته، چې بل پړاو ته د لار موندلو لپاره یې اړتیا درلوده ونه‌شوکولی، چې په ۳۷.۱  اورونو کې د ۲۹۲ منډو هدف پوره کړي. په داسې حال کې، چې یوازې درې منډو ته يې اړتیا وه.

دوی کولی شول، چې ۲۹۵ منډې جوړې کړي؛ خو ۱۱ نمبر توپ وهونکی فضل الحق فاروقي دوه توپونه ودرول او په درېیم هغه کې وسوځېد.

په دې لوبه کې محمد نبي پر ۳۲ توپونو ۶۵ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پر ۶۶ توپونو ۵۸ منډې وکړې.

راشد خان په اووه دېرشم اوور کې درې څلوریزې او څلور منډې ورکړې؛ خو مجیب الرحمن د بل اوور په لومړي توپ وسوځېد.

سریلانکا د کوسال مندیس د ۸۴ منډو پر مرسته د اتو لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان او هند له A  ګروپه بل پړاو ته لار موندلې وه او له B ګروپه سریلانکا او بنګله دیش هم ورسره یوځای شول.

پاکستان د چارشنبه پر ورځ په لاهور کې له بنګله دیش سره بل پړاو ته لوبه پیلوي.

افغانستان په شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو له سوځېدو سره ۱۲۹ منډې کړې وې؛ خو نبي توپ وهنه پیل کړه او وضعیت بدل شو او په لس اورونو کې نورې ۹۶ منډې جوړې شوې.

نبي د پېنځه شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې. هغه د خپل هېواد لپاره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې پر ۲۴ توپونو چټکه پنځوسیزه ووهله.

د دې بڼې پخوانی ریکارد مجیب تېره میاشت له پاکستان سره په لوبه کې جوړ کړی و. هغه پر ​​۲۶ توپونو ۵۰ منډې وکړې.

د سریلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا ومنله؛ نبي نږدې و، چې لوبه د افغانستان پر ګټه پای ته ورسوي.

شاناکا وویل: دا یوه سخته لوبه وه. د لوبې لومړی هدف په ۳۷.۱ اورونو کې و او نبي تقریباً لوبه له مونږه واخیسته؛ خو د اړتیا پر مهال مو ویکتې خپلې کړې.

شهیدي ویلي: لوبه بایلل خواشینوونکې ده. مونږ ښه مبارزه وکړه او خپلې هڅې مو وکړې. زه پر لوبډلې ویاړم. دوی تر وروستي توپ پورې ښه مبارزه وکړه.

په دې لوبه کې ګلبدین نایب څلور ویکتې واخیستې او ۶۰ منډې یې وکړې.

Trending

Exit mobile version