تازه خبرونه

سرپرست وزارتونو ته به نوي نومندان وروپېژندل شي- مینه پال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هغو وزارتونو ته به نوي نومندان وروپېژندل شي، چې دا مهال د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

له یوې مودې را په دیخوا یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او دا ستونزه له تېرو دوه نیم کلونو راهیسې روانه ده.

د ولسمشر ۍ مرستیال ویاند  دواخان مینه پال وایي، د نویو نوماند وزیرانو نوملړ به ولسي جرګې ته ولیږل شي.

تر اوسه یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او په دې کې د هغو اووه وزیرانو برخلیک هم نه دی روښانه شوی، چې ولسي جرګې د باور رایې ترې اخیستې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین  وایي، یو کال کیږي، چې داوود شاه صبا د کانونو او پترولیم له وزارته استعفا کړې، د سرحدونو او قبایلو وزیر ګلاب منګل د ولسمشر په فرمان د ننګرهار والي ټاکل شوی، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده هم ولسمشر ځنډولې ده او د نویو نوماند وزیرانو هویت هم څرګند  نه دی

حکومت په داسې حال کې نوي نوماند وزیران معرفي کوي، چې ولسي جرګه د امنیتي بنسټونو د مسوولینو استیضاح ته تیاری نیسي او مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ امنیتي بنسټونه ورغوښتي دي.

خبریال: علي اصغري

Trending

Exit mobile version