تازه خبرونه

سرچینې: د مایمي ولسوالۍ سقوط پر مهال ۲۶ سرتیري وژل شوي دي

Published

on

ځینو سرچینو نن (جمعه ۳۰ لړم) آریانانیوز ته وویل چې د بدخشان مایمي ولسوالۍ سقوط پر مهال د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د امنیتي آمریت سرپرست په ګډون ۲۸ سرتیري د طالبانو بریدونو کې وژل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې، نیلوفر ابراهیمي، وویل چې د مایمي ولسوالۍ د طالبانو له خوا سقوط شوې ده.

نوموړې په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

خو بدخشان ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند، ثناالله روحانی، د مایمي ولسوالۍ سقوط تائید نکړ خو وویل چې د دې ولسوالۍ مرکز کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

مایمي د بدخشان یو ستراتیژیکه ولسوالي ده چې له ګاونډې تاجکستان ولایت سره ګډه پوله لري.

طالبانو تر اوسه په  دې  اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version