لوبی

سریلانکا د افغانستان کرکټ لوبډلې ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په درېیمه او وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم د سریلانکا پر وړاندې ماته وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۴۸.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۲۶۷ منډو هدف یې وټاکه.

د افغانستان لپاره رحمت شاه او عظمت الله عمرزي په ترتیب سره تر ټولو زیاتې ۶۵ او ۵۴ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې سریلانکا ورکړ شوی هدف په ۳۵.۲ اورونو کې یوازې د درې لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ.

د سريلانکا لپاره پاتوم نيسانکا ۱۱۸ منډې وکړې او د لوبډلې او د ټولې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

له دې مخکې سریلانکا له افغانستان څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه مخکینۍ لوبې هم ګټلې وې.

ټاکل شوې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ د سلواغې پر ۲۸ / د فبرورۍ پر اووه‌لسمه پیل شي.

آریانا تلویزیون دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Trending

Exit mobile version