تازه خبرونه
سریلانکا له افغانستان څخه کرکت لوبه وګټله
پچه په لومړي سر کې افغانستان وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې د اووه لوبغاړیو په سوځیدو د شل آورونو په لوبولو کې یو سلو دریپنځوس منډې وکړې، چې سریلانکا ته یې د یو سل و څلور پنځوس منډو هدف وټاکه؛ خو دغه هدف سریلانکايي لوبډلې د حلور لوبغاړیو په سوځیدو پوره کړ.
د افغان کرکت لوبډلي مشر اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه، چې د نیمه سلیزې له وهلو سره سره یې دوه شپېته منډې وکړې.
سریلانکا په دوه زره څوارلسم کال کې د شل آورونو نړیوال جام ګټلی او په الف ګروپ کې د افغانستان او سریلانکا ترڅنګ ویسټ اینډز دی، چې د دوه زره دولسم کال نړیوال جام یې خپل کړی.
همداراز انګلستان هم د دوه زره لسم کال د شل اورونو نړیوال اتل و او ورسره د جنوبي افریقا پیاوړی تیم یو ځای شوی و .
د کرکت پوهانو په وينا؛افغانستان ښه لوبه وکړه، خو ډګر ساتنه يې بې خونده وه او په همدې لامل یې لوبه وبایلله.
د افغانستان راتلونکې لوبه د یکشنبې په ورځ له سویلي افریقا سره ده.