تازه خبرونه
سر له سبا به په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم پاسپورټ وېش پیل شي
د پاسپورټ ادارې مشر ټولو خلکو ته د یوشان خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او له خلکو غواړي، چې کمیشنکار ته له پیسو ورکولو پرته پاسپورټونه ترلاسه کولی شي.
د پاسپورټ ادارې د ولایتي څانګو د پرانیستل کېدو په لړ کې د دغه ادارې مشر عالم ګل حقاني یوې خبري ناستې ته په فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، سمنګان، لغمان، روزګان، کونړ، تخار، زابل، جوزجان، بامیان، پنجشېر او بغلان ولایتونو کې د پاسپورټ دفترونو له پرانیستل کېدو خبر ورکړ.
د پاسپورټ عمومي مشر عالم ګل حقاني ويلي، چې په مرکز کې د پاسپورټ د وېش په برخه کې تخنیکي ستونزو دا لړۍ درولي؛ خو ټینګار کوي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې حل کړي او د پاسپورټ وېشلو لړۍ به ژر پیل شي.
نوموړی زیاتوي؛ مونږ نوي کاري تجهیزات پېرلي، چې یوشمېر یې رارسېدلي او ځینې نور یې د رارسېدو په حال کې دي. کله، چې مو ماشین الات بشپړ شي؛ مونږ به په مرکز کې هم ان شاالله ډېر ژر کارونه بیل کړو.
د پاسپورټ ادارو له کابل پرته د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خپل کار پیل کړی او چارواکي له خلکو غواړي، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره دې خپلو ولایتونو ته مراجعه وکړي.
