تازه خبرونه
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو ويلي، چې د ایران او متحده عربي امارتو له هوايي شرکتونو ورسته د ترکيي هوايي شرکت به هم سر له سبا افغانستان ته رسمي الوتنې پیل کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین څرګندوي، چې له دې سره به د افغان مسافرو او هغو سوداګرو، چې له ترکيي سره سوداګرۍ لري؛ ستونزې راکمې شي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي: په دې کې مسافرو تهه ښه زیری شته. په ځانګړي توګه هغه افغانان، چې اروپا ته سفرونه کوي د کورنیو شرکتونو ترڅنګ به دا ترکي شرکت هم فعالیت کوي. افغان هوايي ډګرونه د افغانانو له خوا ښه مدیریت کیږي او مونږ دا یو ښه پیلامه بولو.
د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
ویل کیږي که د نړیوالو هوايي شرکتونو لهخوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.
