تازه خبرونه
سر له سبا په کابل کې پر موټرسایکل ګرځیدلو بندیز لګول کیږي- کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ سر له سبا په کابل کې پر موټرسایکل ګرځیدلو بندیز لګول کیږي او ورسره به د موټر سایکل په وسیله د جنایی جرمونو د کچې د لوړیدو مخنیوی وشي.
په کابل کې د جنایي جرمونو ډېروالي کورنیو چارو وزارت اړ کړ، چې د جرمونو د کچې د ټیټوالي په موخه په کابل کې سر له چهارشنبې د وري ۲۷ د موټر سایکل پر ګرځولو بندیز لګول کیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي؛ د پولیسو موندنو وښوده، چې په ډېرو جنایي جرمونو کې موترسایکل کارول شوی دی. له همدې کبله پرېکړه شوې، چې پر موټرسایکل ګرځیدل ودروي.
د پوځي چارو شنونکی میرزا محمد یارمند د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه د جنایی جرمونو د کچې په ټیټوالي کې اغېزمنه بولي او وایي، چې وزارت باید په دې برخه کې چټک ګامونه واخلي.
د کابل اوسیدونکي هم د کورنیو چارو وزارت د دغه ګام هرکلی کوي.
د راپورونو له مخې، په کابل کې ډېرې جنایي پېښې او وژنې موټرسایکل سپاره تر سره کوي.