تازه خبرونه

سر له سبا د شکایتونو او اعتراضونو اوریدنه او څېړنه پیلیږي- شکایتونو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، چې دوی د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د  شکایتونو او اعتراضونو اوریدو او څېړلو چمتو دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ريیسه زهره بيان شينوارې ويلي، چې معترض نوماندان د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان له نېټې درې ورځې وخت لري، چې د شکایتونو په مرکزي دفتر کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته دوی د شکایتونو ثبتولو او له هغه وروسته د دغو شکایتونو او اعتراضونو څېړلو ته بشپړ چمتووالی لري.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون منشي قاسم الياسي څرګنده کړې، چې د ټاکنو قانون له مخې؛ د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته معترض نوماندان دري اویا ساعته وخت لري، چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې خپل اعتراضونه ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیال مولوی دین محمد عظیمي ویلي، چې اعلان شوې پایلې وروستۍ نه دي؛ نو، ځکه باید په دې اړه له وخت مخکې قضاوت څخه ډډه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شکایتونو د څېړلو لپاره اووه دېرش ورځې وخت ولري، چې د ټاکنو وروستیو پایلو ته لاره پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version