انځوريز خبرونه
سر پل ولایت کې ښوونکي پر یوې زده کوونکې جنسي تېری کړی دی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ كې يوه ښوونکي د اووم تولګي پر يوې زده كوونكې جنسي تېرى كړى دى.
په دغې پنځلس كلنې نجلۍ خپل ښوونكي اووه مياشتې مخكې جنسي تېرى كړى دى.
دغه حامله نجلۍ چې الهه نومېږي وايي:
ښوونځى ته به يې هره ورځ درې ساعته پلى مزل كاوه، خو اووه مياشتې مخكې د لارې په اوږدو كې خپل ښوونكي پرې جنسي تېرى وكړ.
د سرپل د بلخاب ولسوال وايي:
تورن سړى يې څارنوالۍ ته ور پېژندلى دى او په بند كې اوسېږي.
د سرپل ولايت د ښځو چارو رئيسه نسیمه آرزو دا عمل په كلكه غندي او عامل ته يې د سختې سزا غوښتنه كوي.
د غه ولایت د ښځو چارو رئيسه همدارنګه زیاتوی، چې يوه اوونۍ مخكې د بلخاب ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ يوه مسئول پر شپاړس كلنه نجلۍ جنسي تېرى كړى وو، خو دا چې هغوى دواړو واده وكړ دوسيه وتړل شوه.
