نړۍ
سعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هوکړه کړې، چې د ګډې دفاع ژمنې سمدستي پلې او سعودي عربستان ته هوکړه شوي ځواکونه او پوځي تجهیزات چټک واستوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کړنه به د تصویب شویو میکانیزمونو او د درې هېوادونو د ملي قوانینو له مخې پلي کیږي.
د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان ویلي: په دې غونډه کې د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې پر سعودي عربستان او اسلامي سپېڅلو ځایونو بریدونه بللي؛ د درې هېوادونو پر« یووالي او پیوستون» ټینګار شوی دی.
دغه پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې په مدینه منوره کې پر یوه برښنا وېش مرکز د برید راپورونه خپاره شول.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې له ایران سره د همغږو حوثیانو پر وړاندې جګړه کوي ویلي؛ په دې برید کې هغه تاسیسات پر نښه شوي، چې مسجد نبوي ته برښنا برابروي.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان کال په اګست کې د« مکې ګډ دفاع تړون» لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کیږي.
دغه تړون په لومړي سر کې د هر هېواد د پوځي او دفاعي ژمنو په اړه لږ جزئیات لرل.
نوې خبرپاڼه ښيي، چې دغه تړون له عمومي چوکاټ څخه د پلي کېدا پړاو ته داخل شوی؛ ځکه دې درې هېوادونو اوس د ځواکونو او پوځي وړتیاوو د استولو د میکانیزمونو پر پلي کولو هوکړه کړې ده.
.