تازه خبرونه
سعودي او افغان ديني عالمان ګډ کنفرانس جوړوي
چارواکي وايي چې د دیني عالمانو په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د روانې جګړې او وژنو په خلاف دیني عالمان فتوا ورکړي.
اجرايهريیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې له سعودي عربستان سره به د دیني عالمانو ګډ کنفرانس ډېر ژر جوړ شي. هغه زیاتويچې په دغه کنفرانس کې به دیني عالمان د افغانستان د جګړې او وژنو په خلاف د دیني ارزښتونو او سپارښتونو په پام کې نیولو سره خپله فتواه ورکړي.
اجرايهرییسعبدالله عبدالله وايي:”د نړۍ د عالمانو يو کنفرانس چې د اسلامي همکاريو د سازمان په ابتکار به په سعودي عربستان کې جوړېږي او د هغو همکاريو په اړه به چې موږ يې هيله لرو خبرې کوي.”
که څه هم چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت ځينو سرچینو منلې وه چې په قطر کې د افغان چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سولې پټې خبرې شوې دي، خو ډاکتر عبدالله وايي چې د سولې د عالي شورا او حکومت له خبرتیا پرته به د سولې هېڅ ډول خبرې نه کېږي. د هغه په وینا له ګلبدین حکمتیار سره د سولې له هوکړې را وروسته له نورو مخالفو اړخونو سره د سولې په برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.
عبدالله عبدالله زیاته کړه: “افغانستان خپل نيت اعلام کړ او تر اوسه څرګنده نه ده چې خبرې په کوم ځای کې او څه ډول کېږي.”
عبدالله وايي سعودي ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به خپلې هڅې زیاتوي. عبدالله عبدالله له قطر څخه پاکستان ته د وسله والو طالبانو د سفر په غبرګون کېوویل: “پاکستان ته د طالبانو سفر کوم خبر نه دی. دوی هملته دي او هملته اوسېږي، د دوی ټول فعاليتونه په پاکستان کې ترسره کېږي. دې ته د یو خبر په توګه نه شو کتلای او نه هم تبصره پرې کړی شو.”
سعودي عربستان د اسلامي نړۍ ستر قدرتمند او بډای هېواد دی. په دغه هېواد تورونه هم شته چې ګواکي له سخت دریځو ډلو او پاکستان سره بې درېغه مرستې کوي. دا چې د افغانستان د سولې په برخه کې به د سعودي عربستان ژمنې څومره عملي بڼه غوره کړي، وخت به یې په ډاګه کړي.