سیمه ییز خبرونه
سعودي ته د سولې استول شوي پلاوي په خبرو كې پرمختگ كړى
د سولې عالي شورا وايي، سعودي ته استول شوي پلاوي د هغه هېواد له چارواكو سره په ليدنو كتنو كې پرمختگ كړى دى.
افغان دولت دا څو كاله كيږي، چې له پاكستان څخه په پرله پسې توگه د افغانستان د شخړې په حل كې د همكاريو غوښتنه لري، چې تر اوسه د دې غوښتنې د پوره كولو لپاره پاكستان عملي اقدام نه دى كړى.
داسې ښكاري، چې اوس افغان دولت د دې ستونزې په حل كې له عربستان څخه د همكاريو غوښتنه لري.
څو ورځې وړاندې د سولې عالي شورا دې هېواد ته يو پلاوى وليږه، چې موخه يي د سولې په پروسه كې د سعودي د همكاريو را جلبول، د افغانستان د جگړې پر ضد د اسلامي نړۍ د يوې ناستې رابلل او د دې جگړې پر ضد د يوې عمومي فتوا تر لاسه كول دي.
د سولي عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلا كار محمد اسماعيل قاسميار وايي:
دا پلاوى اوس هم په عربستان كې دى او د سولې عالي شورا يې د عربستان له چارواكو سره ليدنې كتنې مثبتې ارزوي.
ښاغلي قاسميارد دغه پلاوي د پرمختگونو په اړه څه نه دي ويلي.
د سياسي چارو شنونكى غفور احمد جاويد وايي، د افغانستان جگړه تر ډېره د اسلامي هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا توده ساتل شوې ده.
د سياسي چارو شنونكى احمد سعيدي وايي:
كه سعودي وغواړي پر پاكستان د فشار له لارې كولى شي، دې شخړې ته يوه د حل لار پيدا كړي.
دوى پر دې شك لري، چې د عربستان په گډون دې اسلامي هېوادونه په صادقانه توگه د سولې په پروسه كې همكاري وكړي.
د پاكستان او متحده عربي اماراتو تر څنگ سعودي عربستان يو له هغو هېوادونو څخه و، چې د طالبانو واكمني يي په رسميت وپېژندله.