تازه خبرونه

سعودي دې د اماراتو او اسرئیلو له تړون سره یو ځای شي- ترمپ

Published

on

Reuters

رویترز څرګنده کړې؛ د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له سعودي عربستان څخه هم غوښتي، چې د متحده عربي اماراتو او اسرائیلو د تېري اوونۍ له لاسلیک شوي تړون سره یو ځای شي.

دغه راز دونالد ترمپ پر سعودي عربستان دا غږ هم کړی، چې له اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې سمې او د درناوي وړ کړي.

ترمپ دا هم ویلي: نور هېوادونه، چې حتا تاسې یې تمه نه درلوده؛ غواړي پدې تړون کې ورګډ شي. دا په داسې حال کې ده، چې متحده عربي امارات د امریکایي اف -۳۵ جنګي الوتکو یو پېرودونکی هم دی.

نوموړي زیاته کړې، دوی پیسې لري او ښایي ډېر ژر د نورو اف – ۳۵ جیت الوتکو غوښتنه وکړي.

دا خبرې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان ویلي؛ هېواد به یې تر هغې له متحده عربي امارات تابعیت نکوي، چې اسراییل له فلسطین سره سوله ونکړي.

فرهان برلین ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، چې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو لپاره د یوه نړیوال تړون له مخې “له فلسطین سره سوله باید وشي”.

سعودي عربستان، چې په عربي نړۍ کې ترټولو ښه اقتصاد لري؛ تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دغه راز د نړیوالې ځای ټاکنې ادارې ( مودي) په ډاګه کړې، چې متحده عربي امارات، له اسرائیلو سره د همغږۍ له مخې کولی شي سیلانیانو ته د تګ راتګ له زمینې برابرولو پوره ګټه پورته کړي.

په راپور کې راغلي؛ له مصر او اردن وروسته  متحده عربي امارات درېیم عربي هېواد دی، چې په رسمي بڼه له اسرائیلو سره اړیکې ټینګوي او کیدی شي د خلیجي هېوادونو لخواهم په رسمیت وپېژندل شي.

دا تړون د متحده عربي اماراتو د بهرني سیاست لپاره یو اړین پړاو دی، چې د امریکا په ګډون په نورو هېوادونو کې هم خپل نفوذ پراخه کړي.

Trending

Exit mobile version