بی بی سی پښتو
سعودي د “حرمین شریفین” د چارو تنظیم لپاره ښځې پر لوړو پوستونو وګومارلې
سعودي چارواکو په مکه او مدینه کې د اسلام د دوو سپېڅلو جوماتونو (حرمین شریفین) د چارو د تنظیم په اداره کې د لومړي ځل لپاره لس ښځې په لوړو پوستونو ګومارلې دي.
د (عرب نیوز) د رپوټ له مخې د سعودي د سپېڅلو جوماتونو د چارو د تنظیم ادرې ویلي، پر لوړو پوستونو د ښځو ګومارل د دوی د ځواکمنولو لپاره اړینه ده او دا د پرمختګ او اقتصادي هوساینې نښه ده.
یاده اداره وایي، دغه ښځې په چارو کې خلاقیت او ښه والي رامنځته کېدو لپاره د سعودي مشرتابه له هیلو سره سمې ګومارل شوې دي.
د دې ادارې په وینا، ګومارل شوې ښځې به د دوو سپېڅلو جوماتونو د ساتنې، رغونې، مشرتابه، تنظیمې چارو او ان انجینرۍ چارو کې دندې ترسره کوي.
د حرمین شریفین د تنظیم اداره وایي، د دې پرېکړې یوه موخه دا هم ده چې ځوانانو ته واک ورکړل شي او د هغوی وړتیاې او انرژي د حاجیانو د خدمت لپاره وکارول شي.
د سعودي د پخواني پاچا ملک عبدالعزیز په نامه د جوړ شوي کمپلکس مرستیال عبدالحامد المالکي وایي، سپېڅلو جوماتانو ته د ورتلونکو زایرینو نیمایي برخه ښځې دي، او په دې ځایونو کې د سعودي ښځو ګومارنه به خدماتي چارې لا ښې کړي.
ښاغلی مالکي وایي، اداره یې د سعودي ځوانانو ښه راتلونکي لپاره هڅه کوي چې نجونو او هلکانو ته په ځینو چارو کې واک وسپاري، او په راتلونکي کې یې د ښه مشرتابه جوګه کړي.
یاده دې وي چې د سعودي عربستان حکومت د (۲۰۳۰ کال لیدلوري) په نامه یو پراخ ملي پلان وړاندې کړی دی.
د دې پلان له مخې سعودي چارواکي غواړي چې په راتلونکو لسو کلونو کې د خپل اقتصاد او حکومتولۍ بڼه بدله کړي.
سعودي چارواکي د همدې موخې لپاره هڅه کوي چې د حکومت په بېلابېلو ادارو او چارو کې له دې وروسته ښځو ته هم د پخوا پرتله ډېره ونډه او پراخ رول ورکړي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وایي، غواړي چې هېواد یې لس کاله وروسته یوازې د تېلو پر شتمنۍ تکیه ونکړي او نوی نسل باید د ځان او هېواد ساتلو لپاره له نورو لارو چارو او وړتیاو کار واخلي.