کوید۱۹

سعودي عربستان به سږ کال یو میلیون حاجیانو ته د ورتګ اجازه ورکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۱)

د سعودي عربستان حکومت سږکال د حاجیانو د منلو وړتیا لوړه کړی او څرګندوي، چې د فرضي حج په سږنيو مراسمو کې به یو میلیون حاجیان ګډون وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي، چې سږکال به په فرضي حج کې د هېوادونو د ونډې له مخې تر یو میلیون حاجیان ومنل شي.

یاد وزارت د حاجیانو د منلو شرایط هم په ډاګه کړي او څرګندوي، چې یوازې د ۶۵ کلونو څخه لږ عمر لرونکيو حاجیانو ته په مراسمو کې د ګډون اجازه شته؛ خو په دې شرط، چې د کرونا واکسین یې کړي وي.

دغه راز د نورو هېوادونو حاجیان، چې حج ته راځي؛ باید سعودي عربستان ته له ننوتلو ۷۲ ساعته مخکې د کرونا کتنه ولري او پایله یې هم منفي وي.

همدارنګه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له ټولو حاجیانو غوښتي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید اړوند روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او لازم تدابیر ولري.

سعودي عربستان په تېرو دوه کلونو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په لپاره د حاجیانو د منلو کچه راټیټه کړې وه.

د یادونې ده، چې تېر کال یوازې ۶۰ زره حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version