تازه خبرونه
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب ويلي، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.
د نورمحمد ثاقب د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه (چارشنبه د غویي نولسمه) شاوخوا ۲۳۰ حاجیان په لومړۍ الوتنه کې مدینې منورې ته ولېږدول شول.
نوموړي د افغان حاجيانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې ويلي، چې سږ کال يې حج کوونکیو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نورو کلونو په پرتله د کاري کمیټې کارکوونکي سعودي عربستان ته مخکې لېږلي دي.
دغه راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې حاجیانو ته په خطاب کې ویلي: ګرانو حاجیانو! تاسې په سعودي عربستان کې د افغانانو استازي یاست؛ نو دغه استازیتوب په ښه توګه ترسره کړئ.
عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هلو ځلو تېرو کلونو ته ورته سږ کال هم د حج ټول فعالیتونه په منظم ډول ترسره شوي دي.
له دې مخکې د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال سعودي عربستان افغان حاجیانو ته ۳۰ زره سهمیه ورکړې ده.
ویل کیږي، چې آریانا افغان او کام ایر شرکتونو ته سږکال هم د افغان حاجیانو د لېږد او راستنولو مسوولیت سپارل شوی دی.