تازه خبرونه

سعودي عربستان د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه د نتانیاهو څرګندونې وغندلې

نتنیاهو په دې وروستیو کې ویلٍي، چې سعودي عربستان کولی شي د سعودي په خاوره کې یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

Published

on

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه څرګندونې غندلي، چې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو په اړه یې کړې دي.

نتنیاهو په دې وروستیو کې ویلٍي، چې سعودي عربستان کولی شي د سعودي په خاوره کې یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

مصر او اردن هم د اسرائیلو دا وړاندیز غندلی او قاهرې دا “د سعودي عربستان له حاکمیت څخه مستقیمه سرغړونه” بللې ده.

سعودي عربستان ویلي، چې د “وروڼو” هېوادونو لخوا د نتانیاهو د څرګندونو غندنه له ارزښت ډکه ده.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: ” اشغالګرو خپله افراطي نظریه نده درک کړې، چې د فلسطین خاوره د فلسطین د وروڼو خلکو لپاره څه معنا لري او له دې خاورې سره د هغې وجداني، تاریخي او قانوني اړیکه څه ده.”

په غزه کې د فلسطینیانو د برخلیک په اړه بحث د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حیرانونکي وړاندیز سره زور اخیستی، چې امریکا دې د فلسطینیانو له بې ځایه کولو وروسته د غزې تړانګه ونیسي.

عربي هېوادونو د ټرمپ هغه څرګندونې وغندلې، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند پر مهال وړاندې شوې دي.

ټرمپ ویلي، چې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د فلسطیني دولت جوړېدا نه غواړي؛ خو ریاض د هغه څرګندونې رد کړې او وایي، چې د فلسطیني دولت له جوړېدو پرته به له اسرائیلو سره اړیکې رامنځته نشي.

د غزې چارواکو ويلي، چې په غزه کې د شاوخوا دوه میلیون فلسطینیانو له ۴۷ زره څخه زیات یې په جګړه کې وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې اسرائیلو پر فلسطین خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پراوومه په یوه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر یې ونیول.

Trending

Exit mobile version