تازه خبرونه

سعودي عربستان په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیست

د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” د سعودي عربستان د شاهي حکومت د غوښتنې پر بنسټ د افغانستان وروڼو خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ پرېکړه کړې، چې په کابل کې د سعودي عربستان د ماموریت هخڅې د ډسمبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي.

Published

on

سعودي عربستان د یکشنبې پر ورځ په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او ډیپلوماټیکې هڅې یې بیا پیل کړې.

د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” د سعودي عربستان د شاهي حکومت د غوښتنې پر بنسټ د افغانستان وروڼو خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ پرېکړه کړې، چې په کابل کې د سعودي عربستان د ماموریت هخڅې د ډسمبر پر دوه‌ویشتمه پیل شي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په دې وروستیو کې د سعودي عربستان له استازو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله کړې وه. سعودي چارواکو د بشردوستانه مرستو د برابرولو او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پخپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې سعودي عربستان ویلي وه، چې په افغانستان کې د قونسلګرۍ خدمات بیا پیلوي. دغه راز د KSRelief ټولنې له لارې په هېواد کې بشري مرستې هم چمتو کوي.

سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي امارات هغه درې هېوادونه ول، چې په ۱۹۹۶ ز، کال کې یې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژانده، چې بیا په ۲۰۰۱ ز. کال کې د امریکا د برید له کبله ړنګ شو.

Trending

Exit mobile version