بی بی سی پښتو

سعودي عرب محکمې لومړی ځل د جنسي ځورونې مجرم د نوم یادولو امر کړی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۲, ۱۴۰۰)
AFP
سعودي عرب کې د جنسي ځورونې مجرمانو ته تر دوو کلونو پورې د زندان سزا ورکول کېږي.

د سعودي عرب رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، لومړی ځل په دغه هېواد کې د هغه سړي نوم یادېږي او په عام محضر کې رسوا کېږي، چې د جنسي ځورونې په جرم محکوم شوی دی.

یاسر العراوي په مدینه کې یوې جنايي محکمې د یوې ښځې کنځلو له کبله د جنسي ځورونې مجرم بللی.

ده ته د اته میاشتي زندان او ۱۳۳۰ امریکايي ډالرو معادل جریمې سزا ورکړل شوې.

پروسږ کال په سعودي عرب کې د جنسي ځورونې ضد قانون کې اصلاحات راوستل شول، چې له مخې یې د مجرمانو نومونه د دوی په خپل لګښت په ځايي ورځپاڼو کې خپرېږي.

د سعودي په محافظه کاره ټولنه کې ګڼ شمېر کسانو د دې اصلاحاتو هرکلی کړی او د ځینو په خبره دا چاره باید ډېر مخکې شوې وای.

د دې قوانینو له مخې چې ۲۰۱۸ کال کې پلی شوی، هغو کسانو ته چې د جنسي ځورونې قضیو کې مجرم وپېژندل شي، تر دوو کلونو پورې د زندان سزا او دغه راز تر ۲۷ زره ډالرو پورې د جریمې سزا ورکول کېدای شي.

د جرم تکرار بیا د مجرمینو لپاره تر پنځو کلونو زندان او اتیا زره ډالرو جریمې سزا پورې رسېدلی شي.

له دې قانوني اصلاحاتو سره سره یو شمېر سعودۍ ښځې شکایت کوي، چې د ځورونې مخنیوي لپاره ځايی چارواکي کافي هڅې نه کوي.

دا وروستیو کې یوې ښځې بي بي سي ته وویل، پر هغو ویډیويي کلیپونو چې د ښځو جنسي ځورونې په هکله معلومات خپروي، انلاین غبرګونونو کې د ځورونې ښکار شوې ښځې ملامتې بلل کېږي او د همدوی لپاره د سزا غوښتنه کېږي.

Trending

Exit mobile version