بی بی سی پښتو

سعودي پوځ کې ښځې شاملوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۹)
Getty Images

د سعودي عربستان دفاع وزارت هغه اعلان تاوده بحثونه پارولي، چې وايي ښايي پوځي خدمت کې ښځو ته هم ونډه ورکړل شي.

د سعودي د ورځپاڼو په ویننا، دفاع وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۴۲ هجري قمري کال لپاره به ښځو او سړیو دواړو ته د پوځي خدمت کولو امکانات یوشان کړي.

ښځې په دې پوځي برخو کې پوځ ته داخلېدلی شي:

  • د سعودي شاهي ځمکني ځواکونه
  • د سعودي شاهي هوايي – دفاعي ځواکونه
  • د سعودي شاهي هوايي ځواکونه
  • د سعودي شاهي سمندري ځواکونه
  • د سعودي شاهي ستراتیژیکو توغندیو ځواکونه
  • د وسله وال ځواک د عامه روغتیايي خدمتونو اداره

د ښځو لپاره شرطونه:

  • د سعودي تابعیت به لري او په دې هېواد کې به لویه شوې وي، هغه ترې مستثنا دي چې له خپل پلار سره یې د دولت خدمت کې بهر کار کړی وي.
  • ښه خوی لرونکې به وي او په کوم جرم به نه وي محکومه شوې.‌
  • له طبي اړخه وړتیا ولري.
  • له نا سعودي وګړي سره به یې واده نه وي کړی.

که څه هم د سعودي پوځ ته د ښځو داخلېدل کومه نوې خبره نه ده، خو په رسمي ډول یې اعلان د سعودیان پر مخالفانو او تاییدوونکو وېشل شوي دي.

یوشمېر ټویټر کارنو دا ښځو ته د اسانتیا برابرول بللي.

ګڼو سعودي ښځو خوښي‌‌ ښودلې او پوځ‌ کې د ښځو ونډه یې ستایلې او وايي غواړي پوځ کې داخلې شي.

ځو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ښځو ملاتړی بللی دی.‌

د ابراهیم المنیف په نامه یوه تن لیکلي، پوځ خدمت ته د ښځو داخلېدل په اسلامي ډګر او د سعودي په کچه کومه نوې خبره نه ده، خو په اسلامي تاریخ کې، ځینې صاحبیانې (ام عماره او رفیدة الاسلمیة) په جګړو کې ګډون کړی و او وسلې یې لرلې.

دی وايي، د سعودي په تاریخ کې اتلې (غالیة البقمیة) هم وسله راخیستې وه، جګړه یې کړې وه، او ترکي ځواکونو ته یې ماتې ورکړې وه.‌

نورو بیا ویلي چې د هېواد دفاع پر هر وګړي (ښځه او نر) لازمي ده.‌

“جسمي وړتیا”

Getty Images

په مقابل کې، ځینې پر دې اند دي چې په پوځي ډګر کې د ښځو وړتیا ښودل ښايي ګران کار وي، ځکه چې د ښځې جسم کمزوری دی.

ثواب الشاطري پر دې نظر دی چې په پوځي ډګر کې چې اداري، طبي او د خوړو او لوجستیک کارونه یې دنده وي، ښځو ته کار مناسب دی.‌

نورو بیا ویلي چې ښځو ته پوځ کې کار کول مناسب نه دی.‌

له څه مودې راهیسې سعودي عربستان د ښځو د حقونو برخه کې د سمون راوستلو شاهد دی، چې لومړی کار یې ښځو ته د موټر چلولو او د یوازې اوسېدو اجازه ورکړه.

خو د ښځو د حقونو فعالان وايي، لاهم سعودي عربستان یو شمېر ښځې د خپلو حقونو د غوښتلو په پلمه بندیانې کړې دي.

Trending

Exit mobile version