1393ټاكنې
سلطان زوی: په راتلونکو دوو دریو ورځو کې به افغانان په زړه پورې خبرونه واوري
له اوږدو شخړو او جنجالونو وروسته د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳) د ولسمشرۍ کاندیدانو یو بل سره لیدلي دي.
د سیاسي توافق په باب د کاندیدانو تر منځ شپږ ورځنۍ لانجه او په ټپه ولاړې خبرې یو ځل بیا پیل شوې دي.
د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم غړی مسلم سعادت وايي:
ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ سره ولیدل او په خبرو کې یو څه پرمختګ هم وشو.
په همدې وخت کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټيم داوود سلطان زوی وايي:
په راتلونکو دوو دریو ورځو کې به افغانان د ټاکنو په باب په زړه پورې خبرونه واوري.
تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ له کاندیدانو سره تر کتنې وروسته د عالمانو شورا ته ویلي وو چې د دواړو کاندیدانو په خبرو کې د هیله مندۍ ټکي لیدل شوي دي او پّه راتلونکو دوو ورځو کې هوکړې ته ورسېږي.
په همدې وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې په روانه اوونۍ کې به د ټاکنو پایلې اعلان کړي.