تازه خبرونه

سلګونه میلیون افغانۍ له ۹۱ کوده ناقانونه لګول شوي- راپور

Published

on

په ۱۳۹۸ لمریزکال کې سلګونه میلیون افغانۍ د ولسمشر له ۹۱ اختیاري کوده نا قانونه لګول شوي دي.

د اطلاعات روز ورځپانې موندنې ښيي، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له ۹۱ اختیاري کوده میلیونونه افغانۍ د دفترونو پېر، د کورونو کرایې، د ذرې موترو اخیستو، د دسترخوان او هوایي سفرونو د لګښتونو لپاره دولتي او حکومتي چارواکو له ۹۱ کوده ناقانونه ایستلي دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې څېړنیز خبریال لیاقت لایق څرګنده کړې: مونږ ته د ټولو رارسېدلیو اطلاعاتو پر بنسټ حکومتي او نا حکومتي کسانو، چې شمېر یې لسګونه ته رسیږي؛ مونږ د ۷۰ کسانو نوملړ ترې جوړ کړی دی.   

د اطلاعات روز ورځپاڼې لخوا په خپاره شوي نوملړ کې راغلي، چې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ته دېرش میلیون افغانۍ، د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته دیارلس میلیون افغانۍ، د ولسمشر پخواني سلاکار او د چارو د ادارې اوسني رييس فضل محمود فضلي ته څه کم دیارلس میلیون افغانۍ ورکړ شوي دي.

د افغانستان دروڼتیا څار بنسټ هم ویلي، چې د ملي یوالي حکومت پر مهال په احتیاطي کودونو کې ټولې څلور پنځوس میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې وې؛ خو یو سل و اته څلوېښت میلیارد نوې پرې ور زیاتې کړ شوي، چې ټول لګښت یې دوه سوه دوه میلیارد افغانیو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي: کله، چې چارواکي د ۹۱ کود پیسې د ۹۱ کود د اهدافو پر ضد ولګوي؛ د استجواب وړ دي.  

د اطلاعات روز ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې ولسمشر او اجرائيه مشر له ۹۱ کود څخه یو شمیر کسانو ته د څلور څلوېښت میلیون افغانیو پر لګښت ذرې موتر او کورونه اخیستې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د اطلاعات روز ورځپاڼې دا راپور نیمګړی او له واقعیته لرې وباله او وایي: په دې راپور کې اشخاص په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ۹۱ کود څخه په ناقانونه توګه د پيسو ایستل ناشوني دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ په تېر کال کې د ځينو اړتیاوو له مخې ځينې ادارې جوړې شوې، چې دا پیسې د همدغو ادارو لخوا لګول شوي او اشخاصو ته وکړ شوې ندي.

Trending

Exit mobile version