تازه خبرونه

سلګونو کابل ښاریانو د وروستیو بریدونو ټپیانو ته وینه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن یو شمېر کابل ښاریان چې ښځې هم په کې شته، په لیکو کې درېدلي وو او په دې تمه و چې د وینو د ورکړې نوبت ور ته ورسیږي.

دوی وویل چې د دغو پیښو زیاتره قربانیان وینو ته اړتیا لري او خلک باید هغوي ته د وینو په ورکړې سره خپل مسولیت ادا کړي.

دوی د ځانمرګو بریدونو قربانیانو ته د وینو ورکړه د هر هېواد وال انساني مسولیت بولي.

د کابل اوسیدونکی – رامین الله:

وېره اچوونکو ته مې دا پیغام دی چې له دې کار څخه لاس واخلي؛ ملکي کسان څخه ګناه لري – دوی په دې کار سره غواړي د خلکو تر منځ ویره ترهه خوره کړ ي.    

په همدې حال کې ځینې مدني فعالان له حکومت غواړي چې د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي لپاره عملي پروګرامونه وسنجوي.

حمیرا قادري – مدني فعاله:

زه له ګاونډیو هیوادونو څخه ګیله نه لرم؛ د دې هیواد قسم خوړلي دښمنان تل معلوم دي؛ زموږ ګیله د هیواد د امنیت له مسولینو څخه ده؛ د دې هیواد له مشرانو څخه چې د هیواد امنیتي حالت په وړاندې په یو ډول بې پروا دي.

بلخوا ځینې نور کابل ښاریان چې د وینو د ورکې لپاره ورغلي، په حکومت نیوکه کوي او اوښکې تویوي چې ولې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د بهیر مخه نه نیول کیږي.

د کابل اوسیدونکی – عزیز الله احمدي:

په خپل ځان کې درایت پیدا کړئ! نور نه غواړو چې زموږ له هغو دښمنانو سره سوله وکړئ چې موږ یې دردمن کړي یو؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ شاو خوا ۷۵۰ تنه هیوادوال په غم اخته شول؛ آیا تاسو ا حساس لرئ!

یوې زړې میرمنې هم د خپلو مسولیت د ادا کولو په موخه هغو کسانو ته وینه ورکړه چې ورته اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکې – بي بي حاجي:

“نه غواړم دا وینه توېدنه او جنګ دوام وکړي.”    

بلخوا ډاکټران وایي، چې د شاه شهيد سیمې او نورو سیمو د وروستیو پیښو زیاتره ټپیان وینو ته اړتیا لري او د وینو ورکړه د دې تر څنګ چې ګټه لري زیان نه اړوي.

د کابل ښار په وروستیو بریدونو کې د قربانیانو شمېره ډیره لوړه او بې سارې وه، اوس زیاتره کسان په روغتونونو کې بستر دي او وضعیت یې ښه نه دی، خو هغو کسانو ته چې وینو ته اړتیا لري، د وینې ورکړه کولای شي، د هغوي ژوند وژغوري.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version