لوبی
سلیمان ساپي د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغان کرکټ لوبډلمشر شو
د راتلونکی کال په ویسټ انډیز سیالیو کې به سلیمان ساپی د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې مشري کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ روانه اوونۍ په آسیا او نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړیو ۲۰ کسیز نوملړ اعلان کړ.
سرچینه وایي: سلیمان ساپی، سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمدالله، اعجاز مهري، خیبر ولی، ننګیال، ویکټټورعبدالهادي، د لوبډلمشر مرستیال اعجاز احمدزی، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او ویکټټور اسحاق محمدي د استعداد او وړتیا له مخې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره په نوملړ کې راغلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله به ډېر ژر عربي متحده اماراتو ته په آسیا جام کې د ګډون په موخه سفر وکړي او له هغه وروسته به په نړیوال جام کې د ګډون په موخه ویسټ انډیز ته ولاړه شي.
د یادونې ده، چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام به په جنورۍ او فبرورۍ کې ترسره شي.
