تازه خبرونه
سهیل شاهین د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسلامي امارت د استازي پرنهبللو نیوکه وکړه
سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دغه هېواد پر ټوله خاوره د اسلامي امارت له واکمنۍ سره – سره د ملګرو ملتونو نهه اویایمې عمومي غونډې ته د امارات استازي بلل شوي ندي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو په نهه اویایمه عمومي غونډه کې د دوی استازي ته د ګډون بلنه ورکړ شوې نده.
سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دغه هېواد پر ټوله خاوره د اسلامي امارت له واکمنۍ سره – سره د ملګرو ملتونو نهه اویایمې عمومي غونډې ته د امارات استازي بلل شوي ندي.
سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماندی دی.
هغه زیاته کړې: دا عمل واټنونه نور هم پراخوي او له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو د تعامل خلاف یوه سیاسي پرېکړه ده.
د ملګرو ملتونو اتهاویایمه غونډه د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په وږي کې جوړه شوې وه.
