روغتيا

سوانت پابو په روغتیایي برخه کې د نوبل سږنۍ جایزه خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۴۰۱)

۶۷ کلن سویدني بیالوژیست سوانت پابو د ۲۰۲۲ ز. کال په روغتیایي برخه د نوبل جایزه د لومړنیو انسانانو او د انساني تکامل د بهیر په اړه ترلاسه کړه.

نوموړي، چې د نیندرتال جنتیکي کودونه ځانګړي کړل او د لرغونو انسانانو داسې فرعي ډولونه یې وموندل، چې له ده مخکې چا پېژندلي نه ول او د دغې څېړنې پر بنسټ د نوبل سږنۍ طبي جایزه ورکړ شوه.

په سویدن کې د نوبل کمیتې دا یوه نوی علمي لاسته راوړنه نومولې او څرګندوي، چې پابو زمونږ د تکامل د تاریخ په اړه نوی پوهنه وړاندې کړه.

په دې نوې څېړنه کې د جنیتکي تفاوتونو پر راڅرګندولو سربېره په ډاګه کوي، چې ټول ژوندي انسانان له لرغونو انسانانو بېلوي او هغه څه ښیي، چې مونږ انسان کوي او یا له مونږ انسان جوړوي.

د تکاملي انتروپولوژي د جنیتکي څېړنو د څانګې بنسټ ایښودونکی او رییس پابو وموندل، چې جین شاوخوا ۷۰۰۰۰ کاله دمخه د آفریقا له مهاجرته وروسته له ورکو شويو لومړنیو لرغونو انسانانو څخه اوسنیو عاقلو موجوداتو ته انتقال شوی.

پابو په ستاکهولم کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د پاچا کارل ګوستاف له لوري د نوبل دا جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه ۱۰ میلیون سویدني کرونر او نږدې یو میلیون دالر ارزښت لري.

دا جایزه د سویدني صنعتګر بډای الفرنوبل له مړنې وروسته د هغه له سپارښتنې سره سم له ۱۹۰۵کال راپدیخوا هر کال د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې ګټونکيو پوهانو ته ورکول کیږي. کېږي.

د یادونې ده، چې د پابو پلار سونه برګسترون هم په ۱۹۸۲ ز. کال کې د پروستات غده کشف او د طب د نوبل جایزه یې وګټله.

Trending

Exit mobile version