تازه خبرونه
سوداګرۍ وزارت له اندونیزیا سره د سوداګرۍ له غزولو خبر ورکړ
د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غزولو فرصتونه شته او ډېر ژر به د دواړه هېوادونو ترمنځ د یو لوړ پوړي پلاوي تر نظر لاندې د شته فرصتونو لپاره تدابیر ونیول شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، مونږه به ډېر ژر د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګرۍ د پراخیتا لپاره خپلې هڅې پیل کړو؛ ځکه، چې اندونیزیا زمونږ د وچو او تازه میوو لپاره مناسب مارکیتونه لري.
د سوداګرۍ خونه وایي، چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د مګړۍ د ۳۵۰ میلیون دالرو کلنۍ راکړه ورکړه روانه ده او دا هېواد د کرنې او کانونو د استخراج په برخه کې د ډاډ وړ تجروبه لري.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، مونږ اوس له اندونیزیا سره کولی شو، چې ډېر کار وکړو. اوس هم د موترو د تایر، بطرۍ، غوړیو په برخه کې سوداګري لرو.
د اقتصادي چارو کار پوهان بیا وايي؛ له افغانستان سره د اندونیزیا اقتصادي پراختیا هغه وخت ښه پایله ورکوي، چې هغوی دلته پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه حکیم خان صدیقي په ډاګه کړې؛ د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ هغه وخت اقتصادي پراختیا امکان لري، چې هغوی دلته پانګونه وکړي او که داسې ونشي ترانزیت به مو ستونزه ولري.
د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ وروسته له هغې داقتصادي همکاریو خبري زیاتې شوي، چې ولسمشر يی د کابل د سفر پرمهال د اقتصادي همکاریو خبري وکړي؛ خو ناامني اوس هم پانګوالو ته ستر ګواښ دی.
خبریال: اسلم حجاب