سیمه ییز خبرونه
سوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.
رویټرز خبري آژانس د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې د زیاتېدا هممهاله؛ دې هېواد ته د پوځي مرستې پر وړاندې کولو غور کوي.
د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.
امریکایي چارواکی وایي: سعودي عربستان له سوریې غوښتي، چې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځواکونه ولېږي؛ خو د سوریې د ولسمشر د رسنیو سلاکار احمد زیدان دا ادعا رد کړې ده.
یوه سوریایي ډیپلومات ویلي، سوریه د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړه ده؛ خو د سوریې د حکومت اصلي تمرکز پر کورنیو لومړیتوبونو، په ځانګړي ډول له کورنۍ جګړې وروسته د هېواد پر بیا رغونه دی.
دې ډیپلومات ویلي:« که سعودي عربستان د هر ډول پوځي همکاریو یا د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړي، دا همکاری به یوازې د رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو د تنظیموونکو دوهاړخیزو هوکړو په چوکاټ کې ترسره شي.»
سعودي عربستان له حوثیانو سره په نوې جګړه کې پر خپلې خاورې د دغې ډلې له څو اوونیو راکټي او بېپیلوټه الوتکو بریدونو وروسته؛ له امریکا او اروپا څخه نیولې تر منځني ختیځ هېوادونو پورې له بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او یرغلیزو ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په جګړه کې د ځمکنیو عملیاتو مشري د یمن د حکومت د بېلابېلو ځواکونو لهخوا کیږي او سعودي عربستان یې هوايي ملاتړ کوي. دغو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د عملیاتو له پیل راپدېخوا یوازې محدود پرمختګ کړی دی.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سېشنبې پر ورځ ریاض ته سفر وکړ او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې وکتل.
امریکایي چارواکي ویلي، دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ سعودي عربستان ته د سوریې د احتمالي پوځي مرستې په اړه هم خبرې کړې دي.
د سوریې دولتي رسنیو د احمد الشرع د بېرته ستنېدا پر مهال د هغه د بدرګې انځورونه خپاره کړي، چې په کې د سعودي عربستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د ولیعهد ورور خالد بن سلمان هم هغه تر الوتکې پورې بدرګه کوي. خالد بن سلمان د یمن د قضیې مسوولیت هم پر غاړه لري.