نړۍ
سوریه یو ځل بیا عربي ټولنې ته راوګرزېده
د یکشنبې پر ورځ ( د غویی ۱۷ / د مې ۷ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي ټولنې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې سوریې ته له کلونو وروسته پر بیا غړیتوب ورکولو هوکړه وشوه.
سوریه د کورنۍ جګړې له کبله له دې ټولنې ایستل شوې وه.
سوریه له دې غړیتوبه د بندو دروازو تر شا د رایو پر اکثریت برخمنه شوې ده.
عربي ټولنې د سوریې له ځمکني بشپړتیا ملاتړ څرګند کړ او له دې هېواد څخه یې د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل وغوښتل.
د یولړ څرګندونو له مخې د سوریې په اړه دا پرېکړه په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو د پیل زیری وړاندې کوي.
د عربي ټولنې ویاند جمال رشدي پرون څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزیران به د دمشق د غړیتوب د لغوه کولو په اړه پرېکړه وکړي.
العالم العربي خبري آژانس د رشدي له قوله ليکلي: د سوريې د راستنېدو په اړه په سعودي عربستان او اردن کې د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه د سوریې غړیتوب ومنل شو. په ریاض کې د عربي هېوادونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې به په دې اړه بحث او شننه هم وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې اردن، سعودي عربستان، عراق، مصر او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ په یوه مشورتي غونډه کې له ګاونډ هېوادونو څخه د سوري کډوالو د راستنېدو پر لارو چارو، د دغه هېواد پر ټوله خاوره د سوریې د حاکمیت د پراخېدو او د وروستۍ حل لارې په اړه خبرې وکړې. د نشه يي توکو د قاچاق مسلې ته يې هم ځواب ورکړ.
د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې عربي ټولنې د دمشق غړیتوب وځنډاوه او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي له پیلېدو وروسته یې د سوریې پر رژیم سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګول.