تازه خبرونه

سوله د جګړې د پای ته رسولو سیاسي لار ده: خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۳۹۹)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ډاچه کړه، چې په خپلمنځی خبرو کې باید دواړه لوري د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه وکړي، چې اوږدمهاله اوربند ته لار پرانستل شي.

د افغانستان نولس کلنه جګړه د افغان ولس پر اوږو دروند پيټی پاتې دی، چې اوس ورته له اوږو د کوزولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلمنځی خبرې پیل شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد آریانا نیوز ته په خبرو کې وویل؛ اوس تر ټولو مهمه اړتیا دا ده، چې دواړه خواوې پر اورکم هوکړه وکړي.

 زلمي خلیلزاد څرګنده کړې، چې افغانان د خپل راتلونکي نظام د غوره کولو واک لري؛ خو امریکا په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ ته ژمنه ده.

هغه وایي: غوښتنه کوو، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي؛ ژر تر ژره پر تلپاتي او هر لړخیزه اوربند اوربند هوکړه رامنځته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د خپلمنځی خبرو د پیل په پرانست غونډه کې روښانه کړه، چې هېواد یې په افغانستان کې د کوم نظام د تپلو نیت نلري.

زلمي خلیلزاد هم ورته نظر وړاندې کړ او وايي، چې امریکا به په افغانستان کې د ولسواک نظام، چې ټول خلک یې ملاتړي وي، تر شا ودریږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که دوی په راتلونکي کې له دیموکراس او د ښځو له حقوقو ساتنه ونکړي بیا به ؛ نو مونږ خپله پرېکړه کوو او د هغه افغانستان پلوی یو، چې د امریکا ښه ملګری وي او ورسره نږدې اړیکه ولري او په دې توګه به یو ښه میراث پاتې شي.

له افغانستان څخه د امریکا او نړیوالو سرتېرو وتل، چې د طالبانو او امریکا د هوکړې یده برخه ده او په خپلمنځي خبرو کې هم ښايي پرې بحث وشي.

زلمی خلیلزاد وايي، چې په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ قومندان جنرال مایک میلر ډاډ ورکړی، چې د اوس لپاره څلور زره پېنځه سوه امریکايي سرتېري به د افغانستان د حالاتو د کابو کولو لپاره بسنه وکړي او بیا وکتل شي، چې د نوامبر تر پایه به حالات څرنګه وي.

که څه هم خپلمنځي خبرې د امریکا په مستقیمو هڅو پیل شول؛ خو خلیلزاد وايي، چې په دغو مذاکراتو کې مرکزي ونډه نلري او افغان حکومت د اړتیا پر مهال کولی شي، پر امریکا د یوه همکار په توکه حساب وکړي.

Trending

Exit mobile version