سیمه ییز خبرونه

سوله ييز او باثباته افغانستان د سيمې د هېوادونو لپاره ډېر مهم تماميدى شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د قرغزستان په پلازمېنه بشكك كې د پنجشنبې په ورځ(د تلې ۱۸) د يو شمېر آسيايي هېوادونو او ملگرو ملتونو استازيو د افغانستان پر حالاتو خبرې وكړې.

د هر اړخيز امنيت سازمان غړو اندېښنه ښودلې، چې دوى سر له اوسه له افغانستان څخه د نړيوالو سرتېرو د وتو ناوړو عواقبو ته ځان چمتو كوي.

د دغه سازمان رييس نيكولاى بروديژا ويلي، چې د يوه گاونډ په توگه د سوله ييز او باثباته افغانستان موجوديت ډير ارزښت لري.

د هر اړخيز امنيت سازمان رييس زياتوي، چې مونږ په اندېښنه كې يو، چې په دوه زره څوارلسم كال كې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتو وروسته به حالات ترينگلي شي، له همدې كبله مونږ له تاجكستان سره همكاري كوو، چې خپلې پولې ټينگې وساتي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال وايي، چې لازمه ده په افغانستان كې د ليږد پايښتيزه زمينه برابره شي.

د هغه په وينا، كه په افغانستان كې د سياسي ليږد پروسه بريالى نه شي، پر اقتصادي ستونزو سر بېره به دغه هېواد له نورو گڼو كړاوونو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version