سیمه ییز خبرونه

سولې ته د رسيدو هيلۍ د ډاډ وړ دي- افغان ولسمشر حامد كرزى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايې، په افغانستان كې سراسري سولې ته د رسېدو لپاره هيلې زياتې شوي دي. ولسمشر، چې په قطر كې په رسمي ليدنو كتنو بوخت دى، له قطري پانګه والو او سوداګرو غواړي، چې په افغانستان كې پانګونې وكړي. ښاغلي كرزي همدا راز په افغانستان كې د هند، چين او امريكا له لوري پانګونې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د ضمانت په توګه يادې كړې.

ولسمشر حامد كرزي قطر ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په لومړۍ ورځ قطري چارواكي په افغانستان كې پانګونې ته را وبلل.

ولسمشر كرزي ويلي، په افغانستان كې د كانونو د كېندلو، كور جوړولو، د برېښنا د انرژۍ، ګرځندوى او توريزم، بانكداری، هوټل داری او نورو برخو كې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي.

افغان ولسمشر همدا رنګه ووېل، د افغانستان راتلونكې تضمين شوې، ځكه له امريكا، او د نړۍ له نورو هېوادونو له دې جملې چين، هند او روسيې سره د  افغانستان اړيكې پراخې شوې دي. دا مهال چين د افغانستان د مسو په تر ټولو ستر كان كې څلورنيم ميليارد ډالر او هند د اوسپنې د را ايستلو په برخه كې يوولس ميليارد ډالر پانګونه كړې ده.

خو ناامني په افغانستان كې د پانګونې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بلل كېږي، ښاغلي كرزي په قطر كې له مېشتو افغانانو سره په ليدنه كې ډاډ څرګند كړ، چې افغانستان به په سولې لاس رسى ومومي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانانو په خپل هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي، او زه ډاډمن يم، چې مونږ به سولې ته رسېږو. په هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره به هر ډول هڅې ونه سپموو. مونږ سوله غواړو خو په افغانستان كې د تېرې لسيزې لاسته راوړنې، خپلواكي، ملي واكمني او د دې هېواد عزت به وساتل شي.

په وروستي يوه كال كې د سولې د پروسې په چټكتيا كې د دوحې رول د افغانستان په سياسي غونډو كې با ارزښته بلل شوى دى.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي قطر ته د ولسمشر د وروستي سفر په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

افغان ولسمشر په داسې حال كې قطر ته د سولې د لارې د موندنې په هدف تللى، چې ويل كېږي څو پورې، چې پاكستان د وېره اچونكو له ملاتړ لاس وانخلي، په افغانستان كې سراسري سولې ته رسېدل ناشوني دي.

د سولې په پروسه كې د پاكستان د نه همكاريو په دليل كابل ويلي، چې د پاكستان له ملاتړ پرته به د سولې پروسې ته دوام وركړي.

Trending

Exit mobile version