تازه خبرونه
سولې ته د رسیدو لپاره دې لنډمهاله حکومت جوړ شي ـ جمعیت ګوند
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د سولې هوکړې لپاره د لنډ مهال حکومت د جوړېدو وړاندیزکړی دی.
د افغانستان جمیت اسلامي ګوند مرستیال پر افغانستان د پخواني شوروي د برغل د یوڅلوېښتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ویلي؛ سولې ته د رسېدو لپاره دې لنډ مهاله اداره جوړه شي او د راتلونکي نظام په اړه باید لویه جرګه پرېکړه وکړي.
احمد ضیا مسعود زیاته کړې: راځۍ، چې د سولې خبرو پر میکانیزم خبرې وکړو. لومړی باید مونږ اوربند وکړو او بیا لنډمهاله حکومت جوړ کړو.
که څه هم د افغانستان حکومت دغه وړاندیز رد کړی؛ خو د جمعیت ګوند په دې باور دی، چې حکومت نشي کولی اوسنی وضعیت کنټرول کړي.
تمه ده، چې د افغانستان ترمنځ خبرې د جنورۍ پء پنځمه بیا پیل شي او د خبرو لپاره به په ګډه اجنډا تمرکز وکړي.
د جمهوي نظام او تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب هغه مسایل دي، چې تل افغان دولت د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې سرې کرښې یادې کړې دي.
د مشرانو جرګې غړي محمد اکبري ویلي؛ په افغانستان کې د ثبات لپاره هره هڅه باید د اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دې محکې خبرداری ورکړی و، چې د حکومت او ټولو کورنیو لوریو په نه شتون کې به د سولې خبرې پایله ورنکړي.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي پر ۶ شوروي اتحاد د شوروي – افغانستان د دوستۍ د تړون پر پلمه پر افغانستان برید وکړ.
شورویانو د همدې ورځې پر سهار کابل ته په پراخه کچه پوځي الوتنې ترسره کړې، چې په کې د اټکل له ۲۸۰ ترانسپورتي الوتکې او د شاوخوا ۸۵۰۰ سرتېري په درې برخو کې راورسېدل.
د څو ورځو په بهیر کې شورویانو د کابل امنیت ټینګ کړ او د ارګ پر وړاندې یې حفیظ الله امین ته د وفادار افغان اردو مقاومت یې له مخې لرې کړ.
د ۱۹۷۹ کال دسمبر پر ۲۷ ببرک کارمل د پرچم ګوند په مشرۍ د خلکو ډیموکراتیک ګوند ځای ناستی او د افغانستان د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په دې توګه د شوروي ځمکني ځواکونه له شمال څخه افغانستان ته ننوتل.
په هره توګه کله، چې شوروي ځواکونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شول؛ نو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د افغانستان د خلکو جهاد هغه مهال زور واخیست، چې شورویانو او د دوي حکومت د خلکو د عنعنوي ژوند او اسلام پر ضد جګړه ونښلوله.
جنګیالیو هر هغه وسلې وکارولې، چې دوی له روسانو څخه اخیستې وي یا د متحده ایالاتو لخوا ورکړ شوې وې؛ په ۱۹۸۷ کې د امریکا ستینګر توغندیو حالات بدل کړل او مجاهدینو په منظم ډول د شوروي الوتکې او چورلکې ویشتل پیل کړل وي.
دا مهال میخایل ګورباچوف په واک کې و او پرېکړه یې وکړه، چې اوس د وتلو او وخت دی او له کوم بري پرته په ۱۹۸۸ یې وتل پیل کړل او وروستي سرتېري یې په فبرورۍ کې ووتل.