تازه خبرونه

سويلي آسيا اوس هم د ترهگرۍ په وړاندې د جگړې لومړۍ كرښه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ديارلس كاله كيږي، چې په افغانستان كې د ترهگرو خلاف جگړه روانه ده؛ خو او هم ترهگر د پاكستان په خاوره كې د خپلو فعاليتونو دوام او پراختيا ته خوندي مركزونه لري، چې نه پريږدي د افغانستان په خاوره كې د اور لمبې مړې شي.

كه څه هم د پاكستان لومړي وزير په لندن كې خپل بريتانوي سيال ديويد كامرون ته ويلي، چې پاكستان اجازه نه وركوي خاوره يي د افغانستان خلاف وكارول شي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ترهگرۍ په اړه په خپل كلني نړيوال راپور كې، چې د دې هېواد كانگريس ته ليږل شوى وايي، په افغانستان كې تر سره كيدونكې بريدونه په پاكستان كې ريښه لري.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په كلني راپور كې راغلي، چې:

په افغانستان كې اوس هم د طالبانو له خوا يرغليز او همغږي بريدونه د افغان طالبانو، حقاني شبكې او نورو ترهگرو ډلو له خوا كيږي. ځينې دا بريدونه په پاكستان كې د ترهگرو له خوندي پناه ځايونو څخه په گټه اخيستنه ترسره كيږي.

د پوځي چارو كارپوه مياگل خالد وايي، چې پاكستان كله هم د افغانستان په وړاندې له ترهگرو گټه اخيستنه نه پريږدي او امريكا هم پر دې هېواد لازم فشار نه دى راوړى.

د امريكا د ترهګري پر وړاندې د مبارزې د مركز د همغږي مشره تيناكيدانو وايي:

كه څه هم په دې راپور كې ليكل شوي، چې په افغانستان او پاكستان كې د القاعده اصلي هسته سخته كمزورې شوې؛ خو د دې شبكې مشرتابه اوس هم خپل نړيوال فعاليتونه له سيمې تنظيموي.

د نوموړي په وينا، په ۲۰۱۳م كال كې هم د ترهگرۍ له اړخه گواښ دوام درلود. د نړيوالې ټولنې هڅو القاعده شبكه او مشران يي پاكستان كې سخت كمزوري كړل او په منځني ختيځ او د افريقا په شمال كې كمزوري حكومتونه د دې سبب شول، چې القاعده پورې تړلي كسان پر سيمه ييزو هدفونو تمركز وكړي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په دې راپور كې راغلي، په ۲۰۱۳ كال كې وسلوالو ياغيانو په افغانستان كې له چاوديدونكيو توكو ډك وسايل وكارول او زياتره دا بريدونه د افغانستان په سويل، ختيځ او كابل كې تر سره شول. هلمند، كندهار، غزني، او وردگ ولايتونه د دې راپور له مخې، د افغان او نړيوالو ځواكونو لپاره په ۲۰۱۳م كال كې خطرناك بلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version