سیمه ییز خبرونه

سويډن له ۲۰۱۴ كال وروسته هم په افغانستان كې خپل سرتېري ساتي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سويډن د بهرنيو چارو وزير وايي، چې په افغانستان كې د پاتې كېدونكو سرتېرو د شمېر په اړوند له افغان چارواكو سره خبرې روانې دي، خو زياتوي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې سويډنې سرتېري په روزنيز ماموريت بوخت وي.

په داسې حال كې، چې دوه زره څوارلسم كال او له افغانستانه د نړيوالو سرتېرو د وتو نېټه را نژدې كېږي، له بلې خوا د ناټو او ايساف غړي هېوادونه له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم په افغانستان كې د خپلو سرتېرو د پاتې كېدو خبرې كوي.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير كارل بيلټ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال جاويد لودين سره په خبرو كې ويلي:

سويډن له افغانستان سره د ستراتيژيك تفاهمليك په اړوند خبرې كوي او دغه هېواد له افغانستان سره په پوځي، سياسي او اقتصادي برخو كې همكاريو ته تيار دى.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، مونږ ژمنه كوو چې له افغانستانه د ناټو د سرتېرو له وتو وروسته به مونږ  په افغانستان كې پاتې شو. زموږ ماموريت به روزنيز وي او په اقتصادي، سياسي او پوځې برخو كې به همكاريو ته دوام وركړو.

همدارنګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين وايي:

په افغانستان كې د ناټو او ايساف غړيو هېوادونو د سرتېرو پاتې كېدل به په يوه منظم چوكاټ كې تنظيم شي.

افغان حكومت ټينګار كوي، چې له لوېديځو او د سيمې له نورو هېوادونو سره د همكاريو تفاهمليكونه له دوه زره څوارلسم كال وروسته له افغانستان څخه د نړيوال ملاتړ لپاره لاسليك كوي.

Trending

Exit mobile version