تازه خبرونه

سویس دوه افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل

له ۲۰۱۹ ز. کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویس افغان کډوال وباسي.

Published

on

د سویسي رسنیو د راپورونو له مخې، دې هېواد له خپلې خاورې دوه افغان کډوال ایستلې دي.

له ۲۰۱۹ ز. کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویس افغان کډوال وباسي.

د جمعې پر ورځ (د تلی شلمه) د سویس د مهاجرت وزارت د آلمان اوونیزې سانټاګبلیک ته د دغو دوه افغان مهاجرو د اخراج په اړه خبر ورکړ.

ځینو سویسي رسنیو د دغه هېواد د عدلیې او پولیسو د وزارت د څرګندونو له مخې دغه موضوع تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغه افغانان «سرغړونکي» وه.

د سویس حکومت دغو دوه افغانانو ته له ایستلو مخکې ۵۰۰ سویسي فرانکه، چې ۵۸۳ امریکايي ډالر کېږي؛ ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اګست پر دېرشمه د جرمني د کورنیو چارو وزارت ۲۸ افغانان د دوی د څرګندونو له مخې پر بېلابېلو جرمونو تورن ول؛ افغانستان ته ولېږل.

Trending

Exit mobile version