تازه خبرونه
سویس له افغانستان سره نږدې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه
(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۲)
نن یکشنبه (د سلواغې نههویشتمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سویس یو اعشاریه نهه میلیون ډالر اضافي مرسته اعلان کړه.
اوچا ويلي، چې دا پيسې يې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړي دي.
سويس تېره مياشت له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې څلور ميليون ډالره مرسته کړې وه.