تازه خبرونه
سویلي افریقا افغانستان ته د ۳۷ په توپیر ماته ورکړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کرکت په شل اوریز نړيوال جام سیالیو کې سویلي افریقا افغانستان ته د او دیرش منډو په توپیر ماته ورکړه.
د تېرې ورڅې د لوبې پچه افریقا وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه، چې د شل اورونو په لوبولو سره وتوانیدل د پېنڅه لوبغاړیو په سوځیدو دوه سوه نهه منډې وکړي او افغانستان ته د دوه سوه لس منډو هدف وټاکي؛ خو افغان لوبډلې ونشو کړای دغه هدف پوره کړي.
دا لوبه د هند د ممبي ښار د کرکت په نړېوال لوبغالي کې ترسره شوه.
افغانستان د شل اوریز نړیوال جام د لس غوره تیمونو په سیالیو کې خپله لومړی لوبه سريلانکا ته بایللې ده.
افغانستان له انګلستان او ویست انډیز سره هم لوبې لري.