لوبی
سویلي افریقا افغانستان ته له دوهیم سوپر آور وروسته ماتې ورکړه
دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
سویلي افریقا د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې دوهویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه) په احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام د تاریخي سیالۍ پر مهال افغانستان ته له دوهیم سوپر آور وروسته د ۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
سویلي افریقا هم په وروستي حساس آور کې دې هدف ته ورسېده او لوبه دوهیم تاریخي سوپر آور ته وغځېده.
په پرېکړهکوونکي سوپر آور کې سویلي افریقا پر سړه سینه د لوبې بریا خپله کړه او د دې سیالیو یوه نههېریدونکې پایله رامنځته شوه.
دې لوبې تر سخت فشار لاندې د سویلي افریقا د توپاچونې ژورتیا او په وروستیو آورونو کې د هغوی د پر زړهپورې توپاچونې ښکارندویي وکړه. په داسې حال کې، چې د افغانستان نه ستړې کېدونکې مبارزې د ۲۰۲۴ ز.کال پایلوبې ته رسېدلې لوبډله تر وروستي بریده ورسوله او د غم او زغم یوه زړهراکښونکې بېلګه یې وړاندې کړه.