تازه خبرونه

سياسي كارپوهانو د ايران د ولسمشر وروستۍ څرگندونې بې بنسټه وبللې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پرديو له خوا د افغانستان د اشغال په اړه د ايران د ولسمشر حسن روحاني وروستيو څرگندونو د ولسي جرگې د ځينو غړيو او سياسي كارپوهانو توند غبرگون را وپاراوه.

د ولسي جرگې غړى احمد بهزاد وايي، حسن روحاني د امريكا پرخلاف د حامد كرزي له انتقادي دريځ څخه په گټه اخيستنه دا خبرې وكړې.

نوموړى حامد كرزى، امريكا ضد احمدي نژاد بولي.

د دوى په باور په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ۱۳ كلن حضور مشروع دى او نړيوال ځواكونه له سخت دريځو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلي دي.

سياسي كارپوهانو د پرديو له خوا د افغانستان د اشغال په اړه د ايران د ولسمشر وروستۍ څرگندونې بې بنسټه وبللې.

د سياسي چارو كارپوه محمد يونس فكور وايي، په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو حضور پر نړيوالو معيارونو برابر دى او دا د افغانستان د اشغال معنا نه لري.

په ۲۰۰۱م كال كې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې له مخې، نړيوال ځواكونه افغانستان ته راغلل او په وروستيو ۱۳ كلونو كې يې له سخت دريځو سره په مبارزه كې د بيا رغاونې پر پروژو ميلياردونه دالر ولگول شول.

د يادونې وړ ده، چې د ايران له خوا دا ډول څرگندونې نوې نه دي.

Trending

Exit mobile version