سیمه ییز خبرونه

سياسي ملاحظات بايد د كابل او واشنگتن د امنيتي هوكړه ليك د لاسليك خنډ نشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان ولسشمر حامد كرزي  له خوا د كابل او واشنگتن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك د لاسليك په برخه كې ځنډ  له ډول ډول نيوكو سره مخ شوى.

د امريكا د ولسي جرگې پخوانى غړى او د امريكا- افغانستان د سوداگرۍ خونې رييس دان رادر له آريانا تلويزيون سره په خبرو كې  د كابل او واشنگتن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك نه لاسليك د افغانستان د پوځ او مرستندويه هېوادونو په زيان بولي.

د امريكا د سوداگرۍ خونې رييس  دان رادر وايي:

د افغانستان خلك ور سره هوكړه لري. هغوي غواړي له امريكا سره پياوړې اړيكې وساتي. مونږ هم همداسې احساس لرو. فكر كوم سياسي ملاحظات بايد د دې بهير مخه ونه نيسي.

دا داسې يو شى نه دى، چې يو كس يي رد كړي او حقايق سرسري وگڼي. هوكړه به اجرا شي؛ ځكه د دواړو هېوادونو خلك يي غواړي. ټول پوهيږي، چې د گټور امنيتي هوكړه ليك نه شتون په دې معنا دى، چې امريكا، نتټو اوا ئتلافي ځواكونه، ماليه وركونكي او نور هېوادونه به، چې افغانستان كې د افغان ځواكونو د تجهيز او روزنې  لپاره حضور لري، ډېر زيان وويني.

دا امريكايي  چارواكى په افغانستان كې راتلونكې ټاكنې برخليك ټاكونكې بولي او وايي:

زه خوشبين يم، چې كارونه به تر سره شي، معتبرې ټاكنې مخكې دي، نوماندان ډير پياوړي دي او دې مسالې ته په پام سره هيڅ څوك نه شي كولى له حالت څخه ګټه واخلي. فكر كوم ټاكنې به معتبره وي. او نړيوالې ټولنې او د افغانستان خلكو ته به باور وركړي، چې هېواد يي پر سم لوري روان دى. دوى ته به باور وركړي، چې د دښمن په وړاندې ودريږي، پاگګونه وكړي او په افغانستان كې پاتې شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د كابل او واشنگتن پر امنيتي سند اوس هم خبرې روانې دي او ولسمشر حامد كرزى وايي، تر هغې، چې د افغانستان شرطونه د امريكا له خوا نه وي منل شوي، لاسليك به يي نه كړي.

ويل كيږي، چې د افغان ولسمشر يو مهم شرط په راتلوونكيو ټاكنو كې د بهرنيو نه لاسوهنه ده.

Trending

Exit mobile version